د پاکستان له بندخونو تر ۲ سوه زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۵۳ تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د راپورونو له مخې، ۱۵۷ تنه د سپین بولدک او ۹۶تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.

دغه کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.