د هېواد په ځينو ولایتونو کې ۵۰۱ کورنۍ له نغدي مرستو برخمنې شوې
روانه اونۍ په کابل، ننګرهار، خوست، فراه او بغلان کې ۵۰۱ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
د راپورونو له مخې، د موسسو په همغږۍ د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې ۱۱۴ کورنیو یو میلیون او۳۰۰ زره افغانۍ، ننګرهار کې ۲۸۲ کورنیو ۳میلیونه او ۱۰۲ زره افغانۍ، خوست کې ۶۸ کورنیو ۱۳زره او ۶۰۰ امریکايي ډالره، فراه کې ۲۱ کورنیو ۳۰۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ، بغلان کې ۱۶ کورنیو ۲ میلیونه او ۳۴۸ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې یو زر او ۲۵۴ تنو د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۹۴۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ، بغلان کې۸۲۰ راستنو شویو کاریګرو، د لویو او کوچنیو سوداګریو په برنامه کې شاملو کسانو، سرپناه جوړولو او کوربه ټولنې د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخو ۲میلیونه ۸۰۸ زره او ۵۶۰ افغانۍ ترلاسه کړې.