په بغلان کې د یوې ژورې څاه کيندلو چارې پیل شوې
د روانې میاشتې په ۱۵مه د بغلان دندغوري ولسوالۍ په اتحاد خواجه الوان ښارګوټي کې د یوې ژورې څاه کیندلو چارې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو، د کلیو پراختیا او بیا رغونې، د کور او ښار جوړولو رییسانو په شتون کې پیل شوې.
دغه پروژه د ښار جوړولو او مهاجرینو چارو ریاستونو تر څارنې لاندې د نړۍوالې ادارې د پروژو خدمتونو دفتر(UNOPS) په همکارۍ د ۱۳۰ مټرو په ژوروالي په درېیو پړاونو او درېیو جلا تړونونو( څاه کیندلو، انګړ او د اوبو زیرمې جوړولو) کې ترسره کېږي. یاده پروژه په لمریزې برېښنا، نل غځوونې او اوبو زیرمې سمبال ده، چې د ښارګوټي اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابروي.
د ورته پروژو ادامه د کډوالو او راستنېدونکو د ژوند ښهوالي او بنسټيزو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت هڅې څرګندوي.