په ننګرهار کې ۱۵۰ کورنیو ته نیږدې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

anwari_morr
-


د روانې میاشتې په ۴مه په ننګرهار کې ۱۵۰ راستنو شویو بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته  ۳ میلیونه ۹۶۳ زره او ۸۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.
دغه کورنۍ، چې له وړاندې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري پېژندل شوې وې، د دغه وزارت د همکارو بنسټونو لخوا یې په مختلفو برخو کې مرستې تر لاسه کړې.
د مهاجرینو چارو وزارت له زیانمنو کډوالو او بېوزلو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه له همکارو بنسټو مننه کوي او هیله لري، چې د ګډو همکاریو له لارې کډوالو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.