د پاکستان له بندخونو سلګونه کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۶۴۰ تنه افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي پکې شامل او تر بېلابېلو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۵۸۵ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۵۵ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
دغه کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په بهر کې د افغان کډوالو د حقونو پر ساتنې او ازادۍ ټینګار کوي او ژمن دی، چې په کور دننه ورته مناسب شرایط برابر کړي.