په ۴ ولایتونو کې تر ۲۰۰ زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، جوزجان، خوست او سرپل ولایتونو کې ۲۳۱ بېځایه شویو، راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو تر پېژندلو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې ۳۶ کورنیو سره ۴۲۸ زره ۲۰۰ افغانیو، جوزجان کې ۲۵ کورنیو سره ۲۴۷ زره ۵۰۰ افغانیو، خوست کې ۱۶۹ کورنیو سره ۳۳ زره  افغانیو او ۸۰۰ امریکايي ډالر او په سرپل کې یوې کورنۍ سره ۲۰ زره افغانیو مرسته وشوه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له کډوالو کورنیو څخه ملاتړ او د معیشتي شرایطو برابرولو ته ژمن دی او هیله لري، چې دغه مالي مرستې د هغوی ځینې ستونزې حل کړي.