په چنګاښ میاشت کې کډوالو ته له ۱۰۰ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت بشري مرستې وېشل شوې دي

anwari_morr

د روان کال په چنګاښ میاشت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۱ زره ۳۲۰ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوې دي.
د۱۷۰میليونو ۹۵۹ زرو او ۹۱۸ افغانیو په ارزښت دغه مرستې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو په همغږۍ او همکارو بنسټونو په همکارۍ په کابل، بامیانو، کاپیسا، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، پنجشیر، دایکندي، ننګرهار، خوست، میدان وردګو، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، غور، بلخ، بغلان، جوزجان، کندز او تخار ولایتونو کې د خوراکي توکو، نغدو پیسو، خېمو، روغتیايي خدمتونو، سرپناوو جوړولو او بیارغولو، مدني سندونو اخیستلو او کاري بوختیاوو په برخو کې وېشل شوې دي.
یاد وزارت هیله لري، چې د ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو او اهل خیر کسانو په همکارۍ او خواخوږۍ ورته ملاتړ دوام وکړي او د کدوالو وضعیت ښه کولو کې ګتور تمام شي.