په درېیو ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، لوګر او بغلان کې له یو زر او ۴۱ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د مهاجرینو چارو ولایتي ریاستونو او امریتونو تر پېژندلو وروسته، د دغه وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، په کابل کې ۲۵ کورنیو سره ۳۲۵ زره افغانیو، لوګر کې زرو کورنیو سره ۶ قلمه خوراکي توکو او بغلان کې ۱۶ کورنیو سره د سرپناوو جوړولو په موخه یو میلیون او ۴۰۸ زره افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري په بغلان کې ۵۳ راستنو شویو کاریګرو ته د کار په بدل کې د پیسو پروژه کې ۵۳۳ زره افغانۍ او په سرپل کې ۱۰۸ راستنو شویو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۸۱ زره افغانۍ ورکړل شوې.