د پاکستان له بندخونو تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۷۵ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په دغو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل او د بېلابېلو لاملونو له مخې، تر مختلفو مودو پورې بندیان وو.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې ۸۱۰ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۶۵ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کور دننه د کډوالو ملاتړ او د هغوی د ژوند ښه‌والي لپاره د همکارو ادارو د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار کوي.