پاکستان کې د افغان مهاجرینو اتشو د ترافیکي پېښې د ټپیانو له کورنیو سره وکتل

anwari_morr

په اسلام اباد او خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو اتشو او په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر او ځینو نورو مسوولینو په دغه هېواد کې د وروستۍ ټرافیکي پېښې ټپیانو له کورنیو سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د مهاجرینو اتشو د خیبرپښتونخوا ناصر سیمې اړوند بادي‌زیو سیمه کې د وروستۍ ټرافیکي پېښې ټپیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.
همدارنګه د اسلامي امارت سفارت له لوري د ټپیانو درملنې لپاره ۵۵۰ زره کلدارې نغدي ورکړل شوې دي.
د اسلامي امارت د استازولیو مسوولینو ډاډ ورکړ، چې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت ټولې سیاسي استازولۍ هر وخت د مهاجرینو ملاتړ ته ژمنې دي.
دا اقدام د افغان کډوالو د زیانمنو کورنیو د حقونو او امنیت خوندي ساتلو او همدارنګه د ټپيانو د درملنې بهیر د اسانتیا او په پاکستان کې د هغوی د وضعیت ښه‌والي لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې او دوامداره ملاتړ څرګندوي.