په ارزګان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سویل لويديځ زون له مسوولینو سره ناسته وشوه

anwari_morr

د ارزګان د مهاجرینو چارو امر په مشرۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د کندهار ولایت د مسوولینو په شتون کې د اړینو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه ناسته وشوه.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو امر د کډوالو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو، شته ستونزو او خنډونه ته اشاره وکړه او ټينګار یې وکړ، چې دغه ولایت لومړنیو مرستو او سرپناه ته جدي اړتیا لري.
هغه وویل، چې دغه امریت د راستنو شویو او بېځایه شویو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له یادې کمېشنرۍ سره همکارۍ ته ژمن دی او د کډوالو وضعیت ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوولینو په یاد ولایت کې د خپلو برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل، د روانو پروژو پر دوامداره څارنې او له زیانمنو سره یې پر مرستو ټینګار وکړ.