د د ایکندي مهاجرینو چارو امر په اړوند زون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له مسوول سره وکتل
د دایکندي مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امر تېره ورځ په اړوند زون کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له مسوول سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د راستنېدونکو مهاجرینو، بېځایه شویو پر وضعیت، د سرپناوو نشتوالي، محدودو روغتیايي او زدهکړهيیزو خدمتونو، د کاري فرصتونو کموالي او د څښاک اوبو ته پر لاسرسي په اړه خبرې وشوې.
د مهاجرینو چارو امر د ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي اهمیت ته اشاره وکړه او د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د مرستو او سرپناوو برابرولو غوښتنه یې وکړه.
د یاد زون د اوچا مسوول د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو پېژندلو او ښه خدمتونو وړاندې کولو لپاره د مسوولو او بشردوستانه سازمانونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ.