د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د کابل په کډوالو ښارګوټي کې نوی مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړېږي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي عبدالرحمن راشد پر مشرۍ، په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر بولي سره د کابل ښارولۍ استازي په شتون کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې، نوي مېشتغالي او قالین اوبدنې کارخونې د جوړښت ارزونې په موخه ناسته وشوه.
ښاغلي راشد په کابل کې د دغه مېشتغالي او کارخونې جوړول له کډوالو سره د مرستې او کاري بوختیا په برخه کې غوره ګام یاد کړ او ویې ویل: دغه وزارت چمتو دی، چې له اړوندو بنسټونو سره همکاري وکړي او د ستونزو په حل کې هڅې وکړي.
نوموړي وویل: یاد وزارت په مختلفو برخو کې له موسسو سره همکاري کړې او چمتو دی، چې د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي.
هغه زیاته کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د حکومت له لوري مختلفو کسانو ته د ځمکې وېش امکان نه لري؛ خو راستنېدونکو کډوالو ته د ملاتړو برنامو د اصولو په رڼا کې ځمکه ځانګړې کېږي.
د یادې کمېشنرۍ مرستیالې اغلې ونیسا د مهاجرینو چارو وزارت له همکاریو په مننې وویل: دغه کمېشنرۍ غواړي، چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې یو مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړه کړي، تر څو راستنو شویو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې شي. د مېشتغالي او کارخونې ابتدايي نقشه جوړه او د پړاوونو تر بشپړولو او د ځمکې ستونزې تر حل وروسته به یې د جوړښت چارې پيل شي.
همدارنګه اغلې ونیسا وویل: د دغه بنسټ د نغدي مرستو مرکز تر دې وړاندې د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې کډوالو ته نغدي مرستې چمتو کولې، اوسمهال پرېکړه شوې، چې د مهاجرینو چارو وزارت او نورو بنسټونو په همکارۍ کډوالو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي.
د کابل ښاروالۍ استازي د دغه اقدام د ستاینې تر څنګ راستنو شویو ته مرستې رسول غوره کار وبلل او ویې ویل: د هغوی ستونزو کمولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده، د کابل ښاروالۍ هڅه کوي، چې ستونزې له اړوند مسوولینو سره شریکې کړي او د یاد وزارت په همکارۍ یې د حل هڅې وکړي، تر څو راستانه شوي له ډېرو خدمتونو او اسانتیاوو برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د کابل په کډوالو ښارګوټي کې نوی مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړېږي


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي عبدالرحمن راشد پر مشرۍ، په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر بولي سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیا کې بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش برنامه کې ګډون وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالكبير پکتیا ته د سفر په ترڅ کې، بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د کابل جهادي مدرسې له مدرسینو او مسوولینو سره وکتل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د شیخ محمد ابراهیم سعید په ملتیا د کابل جهادي مدرسې له محترمو مدرسینو او مسوولینو سره وکتل.
په دې ناسته کې، چې د کابل جهادي. . .

بېرته خبرونه ته