د پاکستان له بندخونو تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته راستانه شول.
په یادو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل وو، چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو، چې د بند مودې تر پوره کېدو وروسته ازاد او 713 تنه د ننګرهار تورخم او ۱۶۷ تنه د کندهار سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد کسان د لېږد امریتونو له لوري تر ثبت او د همکارو بسنټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.