په جوزجان کې د قالین اوبدلو دوه مرکزونه پرانیستل شول
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ نوراباد کډوالو ښارګوټي کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ، د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ، د دغه ولایت د والي او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت د قالین اوبدلو دوه مرکزونه پرانیستل شول.
د جوزجان د مهاجرینو چارو رییس ملا امان الله طلحه وویل: د دغو مرکزونو د پرانیستلو له امله به ۵۵۰ کډوالو ته د کار زمینه برابره شي. لومړی مرکز د یو زر او ۳۵۰ مربع مټرو په پراخوالي او ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د امو باختر شرکت له لوري او د قالینو پروسس دویم مرکز د ۲ زره ۱۰۰ مربع مټرو په پراخوالي او ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د عابد افغان شرکت له لوري جوړ شوی.
د یادونې ده، چې ورته پروژې د لاسي صنایعو د پراختیا او راستنو شویو ته د کاري بوختیا برابرولو په برخه کې غوره اقدام ګڼل کېږي.