د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت له مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۷:۲۲
_


په دې ناسته کې چې د ننګرهار د سیندزې حوزې رئیس مولوي سیدفضل احد هم برخه لرله، په یاد ولایت کې د کډوالو د وضعیت او ورسره د شویو مرستو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مولوي غلام الرحمن حیدري وویل، چې ننګرهار ته د ورستنو شویو د ستونزو د حل لپاره ګڼې هڅې شوې دي او په عمري پنډغالي کې د مهاجرینو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو شوې دي.
د ښاغلي مرستیال په وینا چې د ننګرهار سمیه ییزو ادارو د بیځایه شویو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسیدنې په موخه اړینه همغږي رامنځته کړې او د امارتي ادارو سربېره ټولې ادارې د اړتیا له مخې خپلې چارې تنظیموي.
د سیندېزې حوزې رئیس څرګنده کړه، چې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د راستنو شویو لپاره د پاکو اوبو د رسولو ګڼې پروژې پلې شوې دي او د پلان له مخې به دا لړۍ دوام ولري.
د ناستې پر دوام ښاغلي مولوي غلام الرحمن حیدري ځينې وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار مرستیال او ورسره مل مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او د هغوی د هڅو ستاینه یې وکړه.
محترم وزیر وویل، چې د کډوالو موضوع د اسلامي امارت په لومړیتوب کې ده او له همدې امله ګڼو ادارو ته دنده سپارل شوې، څو اړمنو ته پر وخت خدمات وړاندې شي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر شریکو شویو وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته