د پاکستان له بندخونو تر زرو زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو 1416 تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په یادو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د مختلفو لاملونو له مخې نیول شوي وو، له دغې ډلې 1083 تنه د تورخم او ۳۳۳ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول.
هغوی د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.