کابل او بغلان کې ۱۹۹ کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل او بغلان کې ۱۹۹ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د یاد وزارت د دویمو واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۱۱۰ کورنیو سره ۷۴۷ زره ۲۰۰ افغانیو او بغلان کې ۸۹ کورنیو سره ۱۳ میلیونه ۶۰ زره ۷۵۰ افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه د یاد وزارت د همکارې موسسې له لوري په سرپل او کابل کې ۴۷۳ کسانو سره د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۳۵۴ زره ۷۵۰ افغانیو مرسته وشوه.
دغه مرستې د کډوالو ژوند ښهوالي په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې څرګندوي.