پکتیکا کې راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
_

تېره ورځ د پکتیکا په مختلفو سیمو کې له ٤٠ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه مرستې، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په ځانګړې لارښوونه او د اهل خیر کسانو له لوري چمتو شوې وې، یوه بوجۍ وړه، دوه بوجۍ وریجې، یو من لوبیا، ٥ کیلو نخود، ١٠ لېټره غوړي، ١٠ کیلو بوره، ٥ کیلو چاکلېټ، ٤ کیلو مکروني، ٣ کیلو تور او شین چای، ١٠ کیلو د کالیو مينځلو صابون او دوه پاکټه مالګه پکې شامله وه، د مسوولینو په شتون کې ووېشل شوې او مرسته اخیستونکو له دغه اقدامه خوښي څرګنده کړه.
د پکتیکا مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس ډاډ ورکړ، چې دغه ریاست د راستنېدونکو، بېځایه شویو او نورو اړمنو کورنیو ملاتړ ته ژمن دی او خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکوي.
دغه اقدام په پکتیکا کې د اړمنو او زیانمنو کورنیو ملاتړ ته د اسلامي امارت او مهاجرینو چارو وزارت ژمنتیا ښیي او ټاکل شوې ده، چې دغه ډول برنامې په راتلونکي کې هم دوام پیدا کړي.