په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو لپاره د محافظتي خدمتونو په برخه کې مصرفېږي، چې لس زر او ۳۴۳ تنه بېځایه شوي، راستانه شوي او کوربه ټولنه به ترې برخمنه شي.
محافظتي خدمتونه د کډوالو د ژوند ښه والي کې مرسته او د هغوی په بیا مېشتېدنه کې اسانتیا رامنځته کوي.
