باميانو کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د UNHCR او ACF موسسو له لورې د باميانو ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۷۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله دميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د وږي په ۱۲مه د ACF موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ او د UNHCR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.