په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو سره ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړه‌لیکونه چې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت ښه‌والي په موخه لاسلیک شول، چې له مخې به یې نغدي، سرپناوو رغولو، زده‌کړو، له ماشومانو ساتنې او د ټولنې ظرفیتونو پیاوړي کولو به برخو کې یو زر ۳۲۰ کورنیو او ۱۳۵ زره ۶۲۳ تنه بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو ته په هرات، بادغیس، غور، فراه او ننګرهار ولایتونو کې خدمتونه وړاندې کوي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له دې بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ ژمن دی، چې په دوامداره توګه له همکارو ادارو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او هیله لري چې دغه هڅې د راستنېدونکو لپاره د یوې غوره او لا پایداره ټولنې د رامنځته کېدو لامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته