د مهاجرینو چارو وزارت تر یو میلیون زیاتو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

anwari_morr
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري مرستو د همغږۍ له موسسې سره د یو میلیون ۶۳۱ زره او ۱۸۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د هوکړه‌لیک له مخی، دغه پیسې په بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، کندز، تخار،  فاریاب، هرات، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، خوست، پکتیکا، پکتیا او بامیانو کې ۶۱ زره او ۹۸۷ بېځایه شویو، راستنو شویو کسانو او کوربه ټولنو ته د ژوند ملاتړو او کار موندنو برخو کې مصرف شي.
د مناسبو کاري فرصتونو رامنځته کول، د هېواد په اقتصادي وده، وړ کسانو جذب او د ناقانونه کډوالۍ په کمولو کې رغنده رول لري. همدارنګه د کډوالو د ژوند ښه والي کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مهمو هڅو شمېرل کېږي.