په ارزګان کې تر سلو زیاتو کورنیو ته د ځمکې وېش پیل شو
د روانې میاشتې پر ۲۱مه په ارزګان کې د راستنو شویو کورنیو د بیامېشتېدنې په موخه، د کور او ښار جوړونې ریاست له لوري، د دغه ولایت په کډوالو ښارګوټي کې ۱۴۰ راستنو شویو کورنیو ۱۴۰ نومرې ځمکه ووېشل شوه.
دغه اقدام د راستنو شویو د ژوند ښه والي په موخه ترسره کېږي، چې له امله به یې د هغوی د ژوند لپاره ښه او ډاډمن شرایط برابر شي.
د مهاجرینو چارو وزارت له ټولو ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو او مسوولینو غواړي، چې د کډوالو د اړتیاوو پوره کولو او په مختلفو پروسو کې د اسانتیاو برابرولو لپاره لازمه همکاري وکړي.