د پاکستان له بندخونو نيږدې ۸۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۷۶۳ تنه افغان کډوال ازاد او د ننګرهار د تورخم او کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار او کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۲۳۰ تنه د تورخم او ۵۳۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
په دغې ډله کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنیزو سندونو د نه لرلو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیان وو. دوی تر ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته اصلې سیمو ته ولېږدول شول.