پنچشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د DACAAR او DRC  موسسو له لورې د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۲۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د وږي په ۱۲مه د DRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته  ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي  او د DACAAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۲۶ صابونونه، ۳ بوشکې، ۱پلاستيکي، سطل، ۱ لوټه او روغتيايي کڅوړې ورکړل شوې.