فاریاب کې ۱۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو وېش پیل شو
د غويي پر ۲۹مه د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې ۱۵۰راستنو شویو کورنیو ته د یاد ولایت د والي، مهاجرینو چارو رییس، د دایمي مېشتېدنې کمېټې غړو، سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او ګڼو راستنو شویو په شتون کې د ځمکو وېش پیل شو.
پیل کې د فاریاب د علماوو شورا رییس د یاد ښارګوټي پرانيستنه پر راستنو شویو د اسلامي امارت رهبرۍ شفقت وباله او دغه اقدام یې د اړمنو کورنیو ملاتړ او دایمي مېشتېدنې لپاره مهم یاد کړ.
د فاریاب والي د مهاجرینو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه د ولایت رهبرۍ له لومړیتوبونو وبلله او د هغوی د ملاتړ لپاره یې پر اسانتیاوو برابرولو ټینګار وکړ.
د کور او ښار جوړونې رییس وویل: دغه ښارګوټی ۴ جریبه پراخوالی لري، چې پکې جومات، روغتیايي کلینیک، تفریحي پارک او نورې اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د یادولو ده، چې د وېش په دغې لړۍ کې هرې کورنۍ ته پینځه بیسوې ځمکه وېشل کېږي او پاتې نورو کورنیو ته به د سندونو تر ارزونې وروسته ووېشل شي.
د غه اقدام د کډوالو د ښه ژوند په برخه کې د اسلامي امارت او مهاجرینو چارو وزارت ژمنتیا ښيي.