په ارزګان کې راستنو شویو ته د ځمکې وېش پیل شو

anwari_morr
-

د روانې میاشتې په ۲۶مه په ارزګان کې ۹۸ راستنو شویو کورنیو ته د یاد ولایت ترینکوټ ښار سویل کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د ځمکو سندونه ووېشل شول.
د ارزګان د مهاجرینو چارو امر مولوي عبداللطیف حکیمي د همکارو بنسټونو په همکارۍ د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل: زموږ موخه راستنو شویو کورنیو ته د مناسبو شرایطو برابرول دي، تر څو د سرپناه، زده‌کړو او کاري فرصتونو په برخو کې پرمختګ وکړي.
هغه وویل، چې د دغو کډوالو ستونزې به له همکارو بنسټونو او موسسو سره شریکې کړي.
د یادونې ده، چې یو زر او ۷۰۰ کورنیو ته د یو زر او ۸۲۶ جریبو په پرخوالي ځمکه په نظر کې نیول شوې ده، په دغه پړاو کې ۹۸ کورنیو ته د سرپناه په موخه پینځه بسوې ځمکه ورکړل شوه او پاتې کورنیو ته به په راتلونکي کې ووېشل شي.
دغه کار له کډوالو او راستنېدونکو څخه د ملاتړ او د هغوی د ژوند ښه‌والي په برخو کې د اسلامي امارت ژمنتیا ښيي.