فراه کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې
تېره ورځ د فراه ولایت شیبکوه ولسوالۍ اړوند د کډوالو په محمدآباد ښارګوټي کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا او د کور او ښار جوړولو رییسانو په شتون کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وویل: دغه شبکه د دوه میلیونه ۴۸۷ زره افغانیو په لګښت په دوهنیمو میاشتو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې جوړیږي، چې ۱۹ تختې سولر، ۱۰۰ متره ژوره څاه او د اوبو ۲۰ متره مکعب ظرفیت لرونکې ذخیره لري، چې په بشپړېدو سره به یې ۳۰۰ کډوالو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
بل لور ته د سیمې اوسېدونکو د دغه اقدام هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: چې په دې سره به د څښاک اوبو ستونزه تر ډېره راکمه شي.