د هېواد په ۴ ولایتونو کې نږدې له ۷۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
_

روانه اونۍ په ننګرهار، پکتیکا، بغلان او لغمان کې له ۶۷۳ بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره نغدي، خېمو او کاري وسایلو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دغه وزارت د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري په ننګرهار کې ۲۹۰ کورنیو سره د ۲۳۲ زره افغانیو، د خیاطۍ او موبایل جوړونې وسایلو، خېمو، کمپلو او د اوبو فلترونو، په لغمان کې ۱۰۷ کورنیو سره ۳۷۱ زره او ۷۰ افغانیو، پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو له امله له ۱۹۰ تازه بېځایه شویو کورنیو سره د خېمو او په بغلان کې له ۸۶ کورنیو سره د ۶۴۷ زره او ۴۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د یاد وزارت د همکارو موسسو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۷ زره او ۲۱۸ تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو سره د ۲۰ میلیونو ۹۳۲ زره او ۲۰۰ افغانیو مرستې وشوې.