د کندز والي د راستنو شویو کډوالو ستونزو حل ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه

sadam_morr

د کندز والي مولوي نصرالله مطیع راستنو شویو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړه شوې ناسته کې  د یاد ولایت د مهاجرینو چارو او ښار جوړونې له رییسانو سره خبرې وکړې.
هغه اداري مسوولینو ته سپارښته وکړه، چې په یاد ولایت کې د کډوالو او راستنو شویو کورنیو بنسټیزو ستونزو حل ته زیاته پاملرنه وشي.
نوموړي کډوالو ته په ځانګړي شویو ښارګوټو کې د ځمکې پر چټک وېش ټینګار وکړ او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې د ولایت مقام به په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.