په ۳ ولایتونو کې تر ۱۴ زره ډېرو کسانو ته تر ۴۰ میلیونو زیاتې افغانۍ ووېشل وشوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، بادغیس او لغمان ولایتونو کې ۱۴ زره ۵۶۳ اړمنو، بېځایه شویو او راستنو شویو کسانو ته ۴۲ میلیونه ۱۴ زره افغانیو نغدي، د لمریزې برېښنا وسایلو او د خیاطۍ وسایلو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري، د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې ۱۴ زره ۴۶۰ تنو اړمنو تنو سره ۴۱ میلیونه ۹۳۴ زره افغانیو، لغمان کې ۵۳ تنو سره د لمریزې برېښنا وسایلو او بادغیس کې ۵۰ تنو مېرمنو سره د خیاطۍ وسایلو او ۸۰ زره افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، ننګرهار کې د مهاجرینو چارو یاست تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري ۲۷۵ بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانیو مرسته وشوه.