له پاکستان څخه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال راستانه شول

anwari_morr
-


په روانه اونۍ کې ۳۳۴ تنه افغان کډوال، چې د پاکستان په بندخونو کې بندي وو، تر ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د تورخم او سپین بولدک د لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۲۲۹ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۱۰۵ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول.
دغه کسان د استوګنیزو سندونو د ځینو ستونزو له امله نیول شوي او له دریو ورځو تر دریو میاشتو پورې بندیانو وو.
هغوی تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.