پکتیا کې د مهاجرینو لپاره د مرستو راټولولو او وېشلو په موخه ناسته وشوه

anwari_morr

د پکتیا والي پر مشرۍ او د مهاجرینو، علماوو شورا رییسانو، خیریه بنسټونو مسوولینو، علماوو، ملي سوداګرو او د صنفي ټولنو استازو په شتون کې د مهاجرینو لپاره د مرستو را ټولولو او وېشلو په موخه ناسته وشوه.
پیل کې د علماوو شورا رییس د شریعت له مخې له اړمنو سره پر مرستو ټینګار وکړ، بیا د اقتصاد ریاست استازي د اسلامي امارت د مقام فرمان او د مرستو را ټولولو لارښود ولوست.
د مهاجرینو رییس مفتي حبیب الله ټینګار وکړ، چې مرستو پروسه باید په راڼه ډول ترسره شي او له ټولو یې وغوښتل، چې د فرمان په پلي کولو کې فعاله ونډه واخلي.
د پکتیا والي ملا مهرالله حماد وویل: له راستنو شویو کډوالو سره مرستې شرعي او ملي مسوولیت دی او فرمان باید په اخلاص او ګډه توګه پلي شي، تر څو هغوی ته د ژوند لومړني امکانات برابر شي.
نوموړي زیاته کړه، چې نظام د کډوالو لپاره د خدمتونو او مدیریت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې؛ خو اړتیا ده چې اړوند بنسټونه، سوداګر او صنفي ټولنې خپل مسوولیتونه ادا کړي او په عملي توګه له کډوالو سره مرستې وکړي.
پای کې سوداګرو، د خیریه بنسټونو مسوولینو او د ټولنو استازو د فرمان پر صادرولو خوښي وښوده او د پلي کولو په برخه کې یې ډاډ ورکړ، چې په دغه نیک اقدام کې به ګډون وکړي.