په ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د خیاطۍ وسایل ورکړل شول

anwari_morr
-

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې له راستنو شویو د ملاتړ په موخه د وري پر ۲۴مه ۱۷۰ راستنو شویو کورنیو ته د خیاطۍ وسایل ورکړل شول.
 د ۳۴ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت دغه مرستې د مهاجرینو چارو وزارت د همکارې موسسې له لوري د دغې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې یادو کورنیو ته ووېشل شوې.
د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس ملاعزیزالرحمن سرحد د دغو مرستو موخه راستنو شویو ته د عایداتي سرچینو برابرول وبلل او د ورته مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
نوموړي همدارنګه له خیریه بنسټونو او موسسو څخه وغوښتل، چې د کډوالو د ستونزو حل لپاره غوره اقدامات وکړي.