په پکتیکا کې د پاکستان د بریدنو له امله له سلګونو تازه بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

anwari_morr
-

په پکتیکا کې د پاکستاني رژیم د بریدونو له امله له ۸۰۰ تازه بېځایه شویو کورنیو سره د روانې میاشتې پر ۲۲مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.

دغه مرستې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له لوري د اهل خیر کسانو په همکارۍ، چې 3 ډوله خوراکي  توکي پکې شامل وو، د هغوی اقتصادي وضعیت ته د رسېدنې او ستونزو حلولو په موخه وشوې.

یادو کسانو د مهاجرینو چارو وزیر له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او د مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د اهل خیر کسان مرستې په زیانمنو شویو سیمو کې د بېځایه شویو د وضعیت په ښه‌والي کې رغنده رول لري.