د پاکستان له بندخونو نږدې ۱۰۰ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د مسوولینو پر خبره، دغه کسان د قانوني سندونو د نه لرلو له امله بندیان وو، چې په یاد امریت کې تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.