د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره بشري مرستې وشوې

anwari_morr
-


روانه اونۍ په کابل، بدخشان، پکتیکا، سرپل، ننګرهار، فراه او لغمان ولایتونو کې له ۵ زره ۷۴۰ راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او روغتیايي توکو مرستې وشوې.
د معلوماتو له مخې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمو واحدونو په همغږۍ، د همکارو بنسټونو له لوري، په کابل کې له ۱۳ کورنیو سره ۳۴۸ زره ۴۰۰ افغانیو او روغتیايي کڅوړو، پکتیکا کې ۴ زره ۶۱۰ کورنیو سره ۳۴ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو او د خوراکي توکو او روغتیايي کڅوړو، بدخشان کې ۴۷ کورنیو سره ۶۸۹ زره ۸۰۰ افغانیو، سرپل کې ۲۸ کورنیو سره ۳۵۳ زره ۲۰۰ افغانیو، ننګرهار کې ۹۴۵ کورنیو سره ۱۳ میلیونه ۸۵۵ زره افغانیو، فراه کې ۹۷ کورنیو سره یو میلیون ۴۵۵ زره افغانیو او لغمان کې ۲۳۲ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو مرستې وشوې.
اسلامي امارت او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ، هڅه کوي د هېواد په مختلفو سیمو کې اړمنو ته مرستې ورسوي.