په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د ۸۷ زره ۶۶۰ امریکايي ډالرو پر ارزښت په کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۲۰۰ کورنیو او ۱۰۰ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د زده‌کړو، د اقتصادي پیاوړتیا او د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې په لګښت رسوي.
د دغو هوکړه‌لیکونو موخه د بېځایه شویو او راستنو شویو لپاره د لاښه خدمت په موخه د لاښې همغږۍ رامنځته کول او د ګډو برنامو پلې کول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال ښاغلي اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو له امله د مخې ښې ناسته وکړه

په دې ناسته کې له ښاغلي اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف مشر ډاکټر تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره د مرستې په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ په یاد وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا متر بولي او د دغې. . .

بېرته خبرونه ته