په ننګرهار کې له ۲۶۶ کورنیو سره مرسته وشوه
په ننګرهار کې ۲۶۶ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
د همکارو بنسټونو دغه مرستې ۳ میلیونه ۸۷۲ زره او ۹۶۰ افغانۍ وې، چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست تر پېژندولو وروسته له یادو کورنیو سره وشوې.
همدارنګه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري له ۷ زره او ۸۴۱ مستحقو کسانو سره د ۲۲ میلیونو ۷۳۸ زره او ۹۰۰ افغانیو مرستې وشوې.