کندزکې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د کليو پراختيا رياست، ماشوم ساتنې او ډاکار موسسې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۴ بېځايه شوو کورنيوسره غيرخوراکي او روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله  د تخار ولايت داشکمش ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې چهارشنبې په و رځ دوږي په ۶مه د کليو پراخيا ریاست له لورې ۱۸ کورنيو هرې کورنۍ ته خېمې، دپخلنځي سامان الات، روغتايي کوڅوړې، او د ۱۰۶ کورنيو هرې کورنۍ ته د ذکر شوو موسسو له لوې د غيرخوراکي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.