په ۶ ولایتونو کې تر ۲ زره زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-


روانه اونۍ له ۲ زره ۶۳۷ راستنو شویو، بېځایه شویو، زیانمنو او یتیمو کورنیو سره په کابل، بلخ، لغمان، ننګرهار، بادغیس او بغلان ولایتونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، روانه اونۍ کې د همکارو بنسټونو له لوري، په کابل کې له ۱۵۲ کورنیو سره یو میلیون ۷۸۴ زره ۳۳۰ افغانیو، بلخ کې ۵۲۴ کورنیو سره یو میلیون ۱۲۰ زره افغانیو او ۲ ډوله خوراکي توکو، لغمان کې یو زره ۲۳۲ کورنیو سره ۵ ډوله خوراکي توکو او ۲ میلیونه ۹۲۳ زره ۲۰۰ افغانیو، ننګرهار کې ۵۴‍۱ کورنیو سره ۲ میلیونه ۶۰۷ زره ۴۸۰ افغانیو، بادغیس کې ۱۲۴ کورنیو سره یو میلیون ۶۵۷ زره ۴۵۰ افغانیو او بغلان کې ۶۴ کورنیو سره ۶۴۶ زره ۶۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۵ زره ۲۲۸ اړمنو کسانو سره ۴۴ میلیونه ۱۶۳ زره ۲۰۰ افغانیو، فراه کې له ۵۱ کم عمره ماشومانو سره ۶۹۹ زره ۹۷۵ افغانیو، بادغیس کې ۲۰۰مېرمنو سره ۱۸۰ زره افغانیو او ۳۱ ډوله کاري وسایلو او بدخشان کې ۵۷ کسانو سره ۲۷۲ زره ۶۰۰ افغانیو مرستې وشوې