د هېواد په ۶ ولایتونو کې زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش پیل شو

anwari_morr
_

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، په کابل، نورستان، بامیانو، لوګر، تخار او سمنګانو کې ۸ زره او ۴۰۰ کورنیو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، والیانو او سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې د غنمو او نغدي مرستو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ د ځانګړې لارښوونې له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري، په کابل کې ۱۲۰۰، نورستان کې ۴۰۰، بامیانو کې ۱۲۰۰، لوګر کې ۱۲۰۰، تخار کې ۲ زره او ۲۰۰ او په سمنګانو کې ۲ زره او ۲۰۰ کورنیو ته، چې له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې دي، هر کورنۍ ته ۵ بورۍ غنم او ۵ زره افغانۍ نغدې ورکول کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت د راستنو شویو وضعیت ته د رسېدنې، نغدي او غذايي مرستو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو تر څنګ، په منظمه او دوامداره توګه هڅه کوي، تر څو ټولې مستحقې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شي.