په فاریاب کې د غنمو او نغدي مرستو وېش پیل شو

anwari_morr

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، د سلواغې پر ۱۵ مه نېټه، په فاریاب کې دوه زره او دوه سوه راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاالله عمري او د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د وېش په دغې لړۍ کې د اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته ۵ زره افغانۍ نغدې او ۵ بورۍ غنم د څو ورځو په لړ کې ورکول کېږي.
اسلامي امارت راستنېدونکو مهاجرینو ته د هر ډول اسانتیاوو په برابرولو کې تل ژمن دی.