د پاکستان له بندخونو تر ۲۰۰ زیات افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۲۵۵ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت د راپور له مخې، یاد کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې په دغه امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.