د پکتیکا مهاجرینو رییس او د خوراک نړۍوال سازمان استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه
د پکتیکا مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح او د خوراک نړۍوال سازمان استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د مهاجرینو او راستنو شویو ستونزو، اړتیاوو او بشري مرستو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د پکتیکا مهاجرینو رییس د مهاجرینو وضعیت، اقتصادي ستونزو او د مرستو دوام په اړه خبرې وکړې او د مرستو پر دوام او عادلانه وېش یې ټینګار وکړ.
د خوراک نړۍوال سازمان استازو د خپلو برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل او دوه اړخیزو ژمنو، همکاریو او هوکړو ته یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.