د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل له امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۱
-

په دې ناسته کې چې د  کابل د امنیت د ټېنګښت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ملا ولي جان حمزه وویل چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او د مجاهدینو قرباني د افغانستان د ثبات او امنیت سبب شوې ده.
ښاغلي حمزه زیاته کړه، چې سږ کال د کابل ولایت د نفوس په پرتله ان جنايي پيښې هم خورا کمې او له پخوا سره د پرتلې وړ نه دي. نوموړي څرګنده کړه، چې په کابل کې د اسلامي امارت پوځي ادارې د ولس په همکارۍ خپلې چارې مخکې وړي او په هره سیمه کې د پولیسو تر څنګ ګڼ شمېر کسان د امنیت په ټېنګښت کې ونډه لري.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د امنیت په ټېنګښت کې د مجاهدینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې پوځي ادارو د خپلو چارو سربېره د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې له نیکمرغه اوس د افغانستان هره سیمه کافي شمېر مجاهدین لري او په تېرو شلو کلونو کې ثابته شوه، چې د اسلامي امارت صفونه تر بل هره وخته قوي او د دښمن ماته یې یقینې کړې وه.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، څرنګه چې په اسلامي امارت کې قومي او سمتي مسایل ځای نه لري نو اسلامي نظام هېوادوالو ته د غوره خدمت د وړاندې کولو ښه لاره ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته