د پکتیکا مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزونې په برخه کې سیمینار وړاندې شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په همکارۍ د پکتیکا مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزونې په برخو کې پينځه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د ګټورو برنامو پر لاره اچولو، د سمو پروژو پلې کولو او په منظمه توګه د پایلو ارزونې په موخه ورکړل شو، چې په تصمیم نیونه کې په اسټاندارډه توګه د اداري پلان جوړونې، اوږدمهاله، تطبیقي، فورم او تګلارې په اړه بشپړ معلومات پکې ورکړل شول.
د یاد ولایت مهاجرینو رییس مولوي حمدالله فاتح دغه سیمینار مثبت وارزاوه او په راتلونکي کې د ورته نورو سیمینارونو غوښتونکی شو.