د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲
_

په دې ناسته کې راستنو شویو افغانانو ته د مرستو رسولو او د اړوندو چارو پر وړاندې د شته خنډونو د حل په اړه خبرې وشوې. د یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا راتوته د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او له اغېزمن کار څخه په خوښۍ وویل، چې روان زیـږدیز کال د ملګرو ملتونو ادارو د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه دوه نیم میلیارده امریکايي ډالره مصرف کړي دي، چې دا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو ژمنتیا په ډاګه کوي.
ښاغلي راتوته د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ زیاته کړه، چې د کډوالو د بېرته راتګ له امله په لنډه موده کې د افغانستان د وګړو شمېر لس سلنه ډېر شوی، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو په هڅو وضعیت په ښه ډول مدیریت او له ناورین څخه مخنیوی شوی دی.
د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال د کډوالو او بېځایه شویو په برخو کې د اسلامي امارت له ادارو سره پر لاډېره همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې د راتلونکی کال لپاره د کډوالو د اړتیاو مشخصولو په موخه به له کډوالو چارو وزارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په هېواد کې د کډوالۍ د دایمي حل د مسودې پر چارو خوښي څرګنده کړه او دغه راز یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رالېږد خپل وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي اندریکا راتوته او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت په روان ژمي کې له راستنو شویو سره د بېړنیو مرستو پلان چمتو کړی، چې په ټول افغانستان کې به پلی شي او په هر ولایت کې به له زرو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت د اهل خیر خلکو په همکارۍ راستنو شویو ته د مرستو لړۍ پیل کړې او تمه یې څرګنده کړه، چې زرګونو کورنیو ته به اړتیا وړ خوراکي مواد ورسېږي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر د خوړو او سرپناه په برخه کې د راستنو شوو د ستونزو اړوند موضوع ګانې د یوناما له مرستیال سره شریکې کړې او یادونه یې وکړه، چې د یوناما پر وړاندیزونو به غور وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته