د پاکستان له بندخونو لسګونه مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۵۰ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او په بندخونو کې یې له یوې ورځې تر ۲ میاشتو تېرې کړې وې.
دغه کسان په سپین بولدک کې تر ثبت او د بشری مرستو له تر لاسه کولو وروسته اصلې سیمو ته ولېږدول شول.